Home » سیمه او نړی » د بې پولې خبریالانو سازمان: په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي

د بې پولې خبریالانو سازمان: په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي

RSF  یا د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

په راپور کې دغه سازمان لیکلي چې ډیری خبریالان په هغو هېوادونو کې وژل شوي چې په سوله کې ژوند کوي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې تر ټولو زیات خبریالان په مکسیکو، عراق، افغانستان، پاکستان، فلیپین او هند کې وژل شوي دي.

په راپور کې لیکل شوي: ۸ تنه خبریالان په مکسیکو، ۴ په هند، ۳ فلیپین، ۴ سوریه، ۱یمن، ۵ افغانستان،۶ په عراق، ۴ پاکستان او ۳په هاندوراس کې وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې ۸۶ سلنه خبریالان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو کې الیاس داعي، ملاله میوند، یما سیاوش او رحمت الله نیکزاد په ماین چاودنو او وسلوالو بریدونو کې وژل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...