Home » افغانستان » صالح:د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانان خپلو ستونزو ته حل لار لټوي
رویداد خبري آژانس

صالح:د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانان خپلو ستونزو ته حل لار لټوي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هیڅ څوک په یوازې سره په افغانستان کې چارې مخته نشي وړلای.

نوموړي نن شنبه ډسمبر۲۶(مرغومې۶) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ په دوهمه غونډه کې وویل چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانان خپلو ستونزو ته حل لار لټوي.

امرالله صالح په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل چې په دغه هیواد کې تل ګډ کار نتیجه ورکړې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال همدارنګه زیاته کړه، چې افغان جګړه نسبت داخلي ته لوی بهرنی اړخ لري چې په وینا یې د سیمې او ګاونډیو هیواونو سره له همږغۍ پرته د امنیت ټینګول ممکن نه دي.

صالح همدارنګه وویل چې سوله باید، د یو اړخ د تسلمۍ، تحقیر او توهین په معنی نه وي.

هغه زیاته کړه:”د افغانستان مشران د سولې مسئله کې یو صف دي، ټوله باعزته سوله غواړي، په باعزته سوله کې باید هیڅ څوک د تحقیر او تجرید احساس ونه کړي،دې نقطې ته رسېدل اسان نه دي… په افغانستان کې چې هر چا د مشارکت پر ځای پر تسلط ټينګار کړی دی ناکام و.”

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم نننۍ غونډه کې وویل تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پر خپل ټکلي وخت پیل شي.

هغه یو ځل بیا ټیګار وکړ چې د مذاکراتو د ځای ټاکل باید د مذاکراتو د خنډ لامل نشي.

عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي د سولې خبرو کې د افغانانو ښه استازیتوب کړی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې سوله د خلکو برخلیک دی او هیڅ شئ د افغانستان له خلکو نه پټیږي.

هغه زیاته کړه:”زما او ټولو مشرانو ژمنه ده چې د افغانستان له خکو هیڅ شی نه پټيږي،ځکه دا د افغانستان د خلکو د برخلیک موضوع ده،سوله تیر ته د تلو په معنی هم نه ده،د یو طرف د تحقیر په معنی هم نه ده،د تسلیمۍ په معنی نه ده،بلکې داسې یوه لار پیدا کول دي چې په یو نظام کې ګډ ژوند ولرو، چې سرچشمه یې اسلام او مبنايي ولسواکي وي.”

تر دې مخکې ولسمشر غني ویلي و چې د سولې دوهم پړاو مذاکرات دې په افغانستان کې دننه پيل شي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست مذاکراتي ټېم مشر معصوم ستانکزي او پلاوي هم ګډون کړی و.

معصوم ستانکزي وویل چې یو لوی ظرفیت رامنځته شوی چې په وینا یې د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد پلاوي د جګړې اساس او انګیزه تر پوښتنې لاندې راوسته.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا په نننۍ غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، جهادي مشر محمد محقق یونس قانوني او یو شمېر نورو ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او سولې ټينګېدو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني مذاکرات د تیري سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول.

روانه میاشت د دواړو لورو پر اجنډا او کاري طرزالعمل تر موافقې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شول چې تر څو ورځو دوام وروسته شل ورځنۍ وقفه پکې رامنځته شوه.

ټاکل شوې یاد مذاکرات د راتلونکي ۲۰۲۱ کال جنورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بیرته پيل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا دوهمه غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې په افغانستان کې هدفي بریدونو او جګړو زور اخیستی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...