د امریکایي رسنیو په حواله پرون ورځ د امریکا متحده ایالاتونو د تینیسي ایالت کې چاودنه وشوه.
د تینیسي ایالت په مرکز ناشویل کې چاودنه دومره زوروره وه چې په سیمه کې ګڼ کورونه او ودانۍ زیانمنې او ښیښې یې ماتې شوي دي.
د ناشویل ښار د پولیسو ویاند ډان ارون رسنیو ته وویل د پېښې له ځای څخه درې تنه عام وګړي روغتون ته وړل شوي او د درې واړو حالت ښه دی.
په سیمه کې خلک رسنیو ته ویلي چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او تر لرې سیمو یې غږ خلک خبر کړي.
خلک وايي په دې ځای کې له چاودنې ورورسته ۴ ګاډي اور اخیستي چې دوی هم د ګاډو د اورلګیدو لامل باندې نه پوهیږي.
د پولیسو په وینا دغه چاودنه په داسې ځای کې شوې چې هلته ټول مۍ خانې، هوټلونه او دوکانونه دي، دا سیمه د خلکو د چکر او میلو ځای و.
د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.