امریکايي رسنیو راپور خپور کړی چې جوبایډن غواړي تور پوستی اسټین د دفاع وزیر په توګه غوره کړي.
راپورونه زیاتوي جنرال لویډ اسټین په دې وروستیو کې په کور وو.
لومړنی تور پوستی جنرال دی چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ مشر کېږي.
د امریکا منتخب ولسمشر د خپل کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د سپینې ماڼۍ په تلو سره به هغه څوکۍ تور پوستو یا مېرمنو ته ورکوي چې لا ورکړل شوې نه دي.
د راپورونو له مخې ۶۷ کلن جنرال اسټین د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د امریکایي ځوکونو قومندان و.