Home » افغانستان » امنیتي چارواکي ننګرهار خوګیاڼو کې یو تن د داعش ډلې د امر په تور نیولی دی

امنیتي چارواکي ننګرهار خوګیاڼو کې یو تن د داعش ډلې د امر په تور نیولی دی

د ننګرهار چارواکي وايي د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې ځانګړو ځواکونو تېره شپه عمليات کړي چې په ترڅ کې يې عبدالسلام حنفي چې مشهور په ذبيح الله دی، د داعش ډلې د امر په تور نیولی دی.

د ننګرهار چارواکي زیاتوي نوموړی تورن دی چې د‌ داعش ډلې لپاره يې وسلې او چاودیدونکې توکې اخيستل.

په دې عملیاتو کې د تورن کس څخه دوه میله تفنګچې هم ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

چارواکي وايي په یادو عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او عام ولس ته کوم زیان نه دی اوښتی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...