Home » افغانستان » دفاع وزارت:د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو ستونزه حل شوه
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو ستونزه حل شوه

ملي فاع وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د محاصره شوو امنیتي سرتېرو ستونزه حل شوه او ټپیان کابل ته انتقال شوو.

له دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کومانډو ځوواکونو تېره شپه د وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله او هلته د طالبانو په کمین کې بند سرتېرې یې وژغورل.

خبرپاڼه لیکي، کومانډو ځواکونو په دغه سیمه کې ټپي سرتېري کابل ته د درملنې لپاره انتقال کړل او نورو سرتېرو ته یې غذایي مواد او تجهیزات ور ورسول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو یو ويډیو خپره شوه چې یو سرباز په کې له ملي دفاع وزارت د خوراکي موادو، تجهیزاتو او دغه راز د ټپي سرتېرو د انتقال مرسته غواړي.

دغه ویډیو د افغانستان د خلکو غبرګونونه را پارولي و او له ملي دفاع وزارته یې  غوښتي و چې ژر تر ژره دې یادو سرتېرو ته مرستې ور ورسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...