ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.
ولسمشر غني پرون یکشنبې د اکټوبر ۱۸ (تلې۲۸) د ملي امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په غور او نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه غندلي دي او په خبره یې د بې ګنا افغانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.
نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره تیار اوسي.
په غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت او همدا راز دفاعي اقداماتو هم بحثونه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس