اذربایجان او ارمنستان يو ځل بيا پرون یکشنبې د سپتمبر ۲۷ (تلې۶) د نګورنو قرهباغ په جنجالي سيمه نښته کړې ده.
دواړو لورو يو بل د نښتې او بريدونو پر پيلولو تورن کړي دي.
د ارمنستان لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، هېواد کې يې بېړنی حالت اعلان کړی دی او تر دې مهاله يې په دې نښتو کې ۱۶ پوځيان وژل شوي دي.
نوموړي اذربايجان تورن کړی چې لومړی بريدونه يې پيل کړي دي.
نوموړي ويلي، دغه نښته کې يې د اذربايجان ۱۵ الوتکې او ۱۰ ټانکونه له منځه وړي دي.
له بل لوري د اذربايجان ولسمشر الهام علييوف ويلي، لومړی بريدونه ارمنستان پيل کړي دي او په دې بريدونو کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ګڼ نور ملکيان ټپيان شوي دي.
علييوف ويلي، هوايي ځواک او پوځ يې د ارمنستان ګڼ پوځي مرکزونه په نښه کړي دي او له منځه وړي دي.
له بل لوري ترکيې ويلي، ارمنستان دې ژر تر ژره بريدونه ودروي.
ترکي چارواکو ويلی، ترکيه د اذربايجان تر څنګ ولاړه ده.
له بل لوري د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف بيا له دواړو خواوو غوښتي چې تاوتريخوالی ودروي.