د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۷ نمونې څېړل شوې چې له ډلې یې د ۳۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۲۷ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر دغه ویروس اخته اووه کسان بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۵۳ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۴۲ ته لوړ شوی دی.