Home » سیمه او نړی » شوکت میرضیایف: ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره کمېټه جوړه کړي
رویداد خبري آژانس

شوکت میرضیایف: ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره کمېټه جوړه کړي

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۳ (تلې۲) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي.

ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږي کوي.

نوموړي زياته کړه، دغه کمېټه به دغه راز په افغانستان کې د پخلاينې او سياسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي او د سولې له پروسې سره به مرسته کوي.

ازبکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د مرستې لېوالتیا لري او تر دې وړاندې يې وړانديز کړی و، چې دغه هېواد غواړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربه‌توب وکړي.

ازبکستان تېر کال هم د افغانستان د سولې په تړاو د يوې مهمې غونډې کوربه‌توب کړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...