د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان ډېر ځيرک او پياوړي خلک دي ځکه ورسره امريکا ښه چلند کوي.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي پرون په امريکا کې يوې غونډې ته ويلي:”له طالبانو سره زمونږ چال چلند په ښه توګه روان دی، هغوی ډیر ځیرک او جدي خلک دي او ډېر پياوړي هم دي، خو تاسې ته معلومه ده چې هلته ۱۹ کاله جګړه تېره شوې او که رښتیا ووايم هغوی هم ستړي شوي دي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې تر دې وړاندې د نوموړي د ملي امنيت پخواني سلاکار مکماسټر هم د طالبانو پر وړاندې د ټرمپ پر دريځ نيوکه کړې وه او ويلي يې و، ټرمپ اوس مهال له طالبانو سره ملګری شوی دی.
ټرمپ له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې امريکا او طالبانو د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې د سولې هوکړه لاسليک کړه او دم ګړۍ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې روانې دي.