Home » سیمه او نړی » قطر په افغانستان او نورو کړکېچنو هېوادونو کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي
قطر

قطر په افغانستان او نورو کړکېچنو هېوادونو کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي

د قطر د دولت د نړیوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو امنیت په اړه یوې غونډې ته د خپل هېواد په بشري فعالیتونو کې د افغانستان یادونه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغې ویلي چې دغه هېواد د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب، د بیارغونې د چارو د تمویل او بې‌ځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ له لارې په افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې، چې له بحرانونو سره مخ دي، رول لوبولی دی.

دغې قطري چارواکې همداراز د جګړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي بنسټونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خبرو اترو اووم پړاو ترسره کړ

د هند د بهرنیو چارو ...