Home » سیمه او نړی » د امریکا سفیر: جمو او کشمیر د هند مهمه برخه ده
د امریکا سفیر

د امریکا سفیر: جمو او کشمیر د هند مهمه برخه ده

په هند کې د امریکا سفیر سرجیو ګور ویلي، چې جمو او کشمیر د هند یوه مهمه برخه ده. نوموړي دا څرګندونې د جمو او کشمیر د سری‌نګر ښار ته د خپل لومړي سفر پر مهال کړې دي.

ګور دغه سیمه «بې‌سارې ښکلې» بللې او د سیمې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه یې هم مثبت نظر څرګند کړی دی.
د ګور له څرګندونو وروسته پاکستان په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت سرپرسته احضار کړې او د نوموړي د څرګندونو په اړه یې رسمي اعتراض ثبت کړی دی. پاکستان د جمو او کشمیر په اړه د «هند برخه» تعبیر رد کړی او ویلي یې دي چې د دې سیمې په اړه د هند دریځ نه مني.
د يادونې وړ ده د جمو او کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې لانجه روانه ده. هند جمو او کشمیر خپله خاوره بولي، خو پاکستان یې متنازع سیمه ګڼي؛ له همدې امله د امریکا د سفیر وروستۍ څرګندونې د اسلام‌اباد غبرګون راپارولی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پزشکیان: له امریکا او اسرائیلو سره جګړې د ایران اقتصادي ستونزې زیاتې کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ...