Home » اقتصادی » ملکي او هوایي اداره:د هند او افغانستان ترمنځ پروازونه به ډېر زر پیل سي
رویداد خبري آژانس

ملکي او هوایي اداره:د هند او افغانستان ترمنځ پروازونه به ډېر زر پیل سي

د افغانستان د ملکي او هوایي چلند اداره وایي، هند او افغانستان په ډېر ژر محدود شمېر پروازونه پیل کړي.

دغه اداره وایي، هند کې د کرونا وایروس پراختیا اوج ته رسېدلې نو په دې اساس نه شي کولای چې په لویه پیمانه پروازونه پیل کړي، خو اوس به د اړتیا پر بنسټ محدود شمېر پروازونه ترسره کېږي.

د دغې ادارې په خبره، د دواړو هیوادونو چاوارکو پرېکړه کړې چې د هند او افغانستان یو هوایي شرکت به په اوونۍ کې یو پرواز ترسره کوي او مسافر به یې ټولې روغتیایي سپارښتنې عملي کوي.

د دوی په خبره، د افغانستان له لورې به د ارینا افغان هوایي شرکت په دغه پروازونو کې برخه اخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...