د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزه سیالیو د غوره توپ اچوونکو نوملړ خپور کړی چې د افغانستان پیاوړی لوبغاړی راشد خان پکې لومړی مقام لري.
په دغه خپور شوي نوملړ کې راشد خان د ۶۶۹ نومرو په لرلو سره لومړی، د هند سوکه توپ اچوونکی ګلدیف یادف دوهم او سریلانکایي لوبغاړی مهېش تیکشانه درېیم مقام لري.
د کرېکټ مبصرین په دې باور دي چې راشد خان د نړۍ یو له غوره توپ اچوونکو څخه یو دی چې د لومړي مقام حق لري او تر ډېره به د دغه ځای خاوند پاتې شي.
راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ۱۱۱ یو ورځنۍ سیالۍ کړې چې په دې کې ۱۹۸ ویکټې یې ترلاسه کړې دي.
راشد خان تر دې وړاندې په ۲۰۲۳م کال کې د شل اوریزو سیالیو د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی مقام ګټلی و.
د یو ورځنیو سیالیو په یاد نوملړ کې د پاکستان چټک توپ اچوونکی شاهین افریدي بیا څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
په ورته مهال د کرېکټ نړۍوالې شورا د الراونډرانو نوملړ هم خپور کړی چې، لومړی مقام یې افغان لوبغاړي محمد نبي ګټلی دی.