Home » افغانستان » د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کاري چټکتیا لپاره د کرنې وزارت هڅې

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کاري چټکتیا لپاره د کرنې وزارت هڅې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د جوړولو په کار کې د چټکتیا لپاره د امارتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وايي چې په دغه غونډه کې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د جوړولو په برخه کې پر خنډونو، حل لارو او پرمختګونو خبرې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند ویلي: “دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وزیر، عطاالله عمري په مشرۍ او څو نورو ادارو د مشرتابه په حضور کې جوړه شوه.”

د دې غونډې موخه د قوش تېپې کانال د کار چټکتیا او لا ښه والی دی چې د دویم فاز کارونه ډېر چټک شي او په ښه توګه مخ ته لاړ شي.”

دا غونډه د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو د استازو، د چارو ادارې د پالیسۍ معینیت، د ملي پراختیا شرکت، د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر د استازو او یو شمېر متخصصانو په ګډون جوړه شوې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...