د لبنان حزب الله پرون (سې شنبې، د لړم ۸مه) اعلان کړی چې د خپل وژل شوي مشر، حسن نصرالله پرځای یې د دې غورځنګ مرستیال نعیم قاسم د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
حسن نصرالله تېره میاشت پر جنوبي بیروت د اسراییلو په یو برید کې ووژل شو.
د لبنان حزب الله په یو بیان کې ویلي: “د حزب الله (حکومتي) شورا د حزب الله د عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم په ټاکلو موافقه وکړه.”
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د حزب الله د اجراییوي شورا مشر هاشم صفی الدین د حسن نصرالله ځای ناستی ټاکل شوی و، خو صفي الدین هم د حسن نصرالله له وژل کېدو څه موده وروسته د بیروت په جنوبي سیمه کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.