Home » افغانستان » له امریکا او بریټانیا وروسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

له امریکا او بریټانیا وروسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

په ناروې کې د افغانستان سفارت په بېړه د کوربه رسمي دولت په غوښتنه خپل فعالیتونه بندوي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت لخوا (دوشنبې، د وږي ۱۹مه) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډیپلوماټیکه څانګه به د وږي په ۲۲مه خپل فعالیتونه بند کړي.

په یاده اعلامیه کې راغلي چې د دغه سفارت ټوله دارايي او شته شیان به د ناروې دولت ته امانت سپارل کېږي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې ا.ا شاوخوا یوه میاشت مخکې د ناروې په ګډون غربي هېوادونو ته د یو یادښت په لېږلو سره اعلان وکړ چې په دې هېوادونو کې د افغانستان کنسولي خدمات د باور وړ نه دي.

پرون په بریټانیا کې د افغانستان سفارت هم اعلان وکړ چې د سپټامبر له ۲۷نېټې څخه وروسته به د کوربه هېواد په غوښتنه خپل فعالیتونه ودروي.

په لندن کې د افغانستان سفیر، زلمی رسول په ټولنیزو شبکو کې اعلان کړی چې دا پرېکړه د کوربه هېواد په غوښتنه شوې ده.

په غربي هېوادونو کې دا د افغانستان درېيم سفارت دی چې په متحده ایالاتو او بریټانیا کې د افغانستان د سفارتونو له تړولو څخه وروسته خپل فعالیتونه بندوي.

څو ورځې وړاندې الماني رسنۍ «دویچه وله» راپور ورکړ چې د المان د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا غوښتنه منلې چې په برلین او بن کې د افغانستان د کنسولي خدمتونو د بې اعتباره کولو په اړه کړې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...