د غزې یو مدني چارواکي نن(سې شنبې، د وږي ۲۰مه) ویلي چې پر خان یونس د اسراییلو لخوا د برید له امله څه کم ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور کسان ټپیان شوې دي.
د غزې چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر خان یونس ښار د اسراییلو د بریدونو له امله ۴۰ شهیدان او ۶۰ ټپیان پیدا شوي او روغتون ته لېږل شوي. د هغوی په وینا، د اسراییلو لخوا یاد برید د المواسي په نوم په بشر دوستانه سیمه شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د ۱۵ ورکو کسانو د لټون کار لا روان دی او دا هم ویل شوي چې د دغه برید موخه د بې ځایه شویو کسانو خیمې وې.
خو د اسراییلي نظامیانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د الوتکو موخه د حماس جنبش مرکزي قومنداني وه.
اسراییلو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی موخه د حماس جنبش هغه مهم چارواکي وو چې د مرکزي قومندانۍ او کنټرول لپاره د خان یونس په بشردوستانه سیمه کې یې فعالیت کاوه.
بلخوا حماس په یوه اعلامیه کې هلته د خپلو ځواکونو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د اسراییلو دا ادعا، چې حماس یې د خپل برید موخه ګرځولی، یو «ښکاره دروغ» دي.
دا برید یوه ورځ له هغې وروسته ترسره شو چې د اسراییلو د دفاع وزیر، یواف گالانټ ټینګار وکړ چې د غزې په تړانکه کې به د حماس تر نابودۍ جګړه روانه وي.