Home » سیمه او نړی » امریکا: د دې وخت رارسېدلی چې اسراییل او حماس پر اوربند موافقه وکړي

امریکا: د دې وخت رارسېدلی چې اسراییل او حماس پر اوربند موافقه وکړي

امریکا متحدو ایالتونو (سې شنبې، د وږي ۱۳مه) یو ځل بیا له اسراییلو او حماس وغوښتل چې په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره چې له شاوخوا ۱۱ میاشتو راهیسې روانه ده، اوربند وکړي، او نیول شوي کسان خوشې شي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر، ویلي: “په لسګونو یرغمل شوي کسان لا هم په غزه کې خپلو کورونو ته د ستنیدو د یوې موافقې په تمه دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې وروستۍ هوکړه وشي.”

د مټیو دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییلي چارواکو په وینا د دوی ځواکونو د غزې د تړانګې په رفح ښار کې د شپږو یرغمل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې د عدلي طب پایلې ښيي چې یرغمل شوي کسان له شا څخه ویشتل شوي، خو حماس ویلي چې یرغمل شوي کسان د اسراییلو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، دا هم ویلي چې د اوربند موافقه او څه د پاسه سل یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره دواړو ډلو اسراییل او حماس ته پکار ده چې نرمښت وښیی.

له بلې خوا یوه ورځ وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې جګړه یوازې هغه مهال بندېدای شي چې حماس په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...