Home » افغانستان » د کرکټ پر لوبغاړي «احسان جنت» د لوبو پنځه کلن بندیز

د کرکټ پر لوبغاړي «احسان جنت» د لوبو پنځه کلن بندیز

د افغانستان کرکټ بورډ نن (چهارشنبه، د زمري ۱۷مه) د یوې علامیې په خپرولو سره ویلي چې د کورني کرکټ پر لوبغاړي «احسان جنت» د هر ډول کرکټ ترسره کولو پنځه کلن بندیز ولګېده.

سرچینې زیاته کړې چې احسان جنت د کابل «پریمیر لیګ» یا KPL دویم پړاو سیالیو کې د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو سرغړونه کړی او خپله تېروتنه یې هم منلې ده.

اعلامیه کې د کرکټ بورډ د چارواکو له قوله ویل شوي چې په دریو نورو لوبغاړو هم ورته شکونه موجود دي چې له څېړنو او جرم ثابتېدو وروسته به یې پر وړاندې ورته اقدام ترسره شي.

د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلېږي، نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدای شي، چې د نوموړي سرغړونې او حالاتو ته په پام سره هغه ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم کرکټ بورډ پر یو شمېر نورو لوبغاړو ورته بندیزونه لګولي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...