د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن دوشنبه د زمري ۱۵مه ویلي چې امریکا شپه ورځ هڅې کوي چې په منځني ختیځ کې د شخړې مخه ونیسي.
د امریکا دې لوړپوړي چارواکي له حماس او اسراییلو هم غوښتي چې د اوربند له لاري جګړې ته دې پای ټکی کېږي. بلینکن په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې ته اشاره وکړه چې کابو لس میاشتې کېږی چې روان ده.
بلینکن زیاته کړې: «اروبند نه یوازې د غزې بلکې د ټولې سیمه ثباته کېدو لامل کېدای شي.»
دغه امریکایي چارواکي ټينګار کړی چې ټول دخیل کسان باید په غزه کې د اوربند لپاره هڅې وکړي نه دا چې دلیلونو او نه ویلو په لټه کې وي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، میټو میلر هم ویلي چې امریکا ديپلوماسي له ټولو هېوادونو سره هڅه کوي چې ایران ته ووایي چې منځني ختیځ کې دې جګړې شدت د تهران په ګټه نه دی.
میلر په یو خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی چې واشنګټن د هر ډول احتمالاتو لپاره تیاري نیسي.