په بنګله دېش کې د زمري په ۱۴مه د تاوتریخجنو لاریونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۱ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د بنګله دېش او نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې دغه لاریونونه چې د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شېخ حسینې د استعفا لپاره د اعتراض کوونکو د غوښتنې له امله پیل شوي، د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
پولیسو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز او وسلې کارولې دي.
د راپورونو له مخې، د دغولاریونو په ترڅ کې ۱۳ پولیس هم وژل شوي دي.
د بنګله دېش حکومت د وضعیت د کنټرول لپاره د ماښام له 6:00 بجو راهیسی تګ راتګ منع کړی او انټرنیټ یې هم پرې کړی دی.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې په بنګله دېش کې د محصلینو له اعتراضونو سره پراخ او خونړي لاریونونه پیل شول او تر اوسه دوام لري. د دغولاریونو په ترڅ کې څه باندې ۲۷۰ کسان وژل شوي دي.
دا لاریونونه په پیل کې د حکومتي دندو د سهمیه بندي پر ضد وو، خو سره له دې چې د بنګله دېش سترې محکمې له ۹۰ سلنې زیاتې سهمیې لغوه کړې؛ خو لاریونونه نه دي دریدلي او لا پراخ شوي دي.