د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اخراج لړۍ ځنډولې او د «POR» په نوم د افغان کډوالو د اوسېدنې کارت موده یې د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۰مه د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د کابینې په غونډه کې وشوه.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوه بیانیه کې لیکلي دي: “فدرالي کابینې د ۱.۴۵ میلیونه افغانانو د راجستریشن کارت موده د یو کال لپاره تمدید کړه. د دوی کارتونه د 2024کال د جون په 30مه پای ته رسیدلي؛ دا تمدید، 2025 کال د جون تر 30مې د اعتبار وړ دی.»
تر دې مخکې رسنیو خبر ورکړی و، چې له اسنادو پرته د افغانانو د راستنېدو بهیر ځنډول شوی دی.
د POR کارتونه د هویت یو مهم سند دی چې راجستر شوي افغان کډوالو ته صادریږي.
د افغان کډوالو په اړه دا نوې پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د اوسېدنې کارتونو موده وغځوي.
ګرانډي پرون په خپله اېکس پاڼه د پاکستان د حکومت دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي: “اوس موږ باید په حللارو او دوامداره ملاتړ تمرکز وکړو.”
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به پیل کړي او په دې پړاو کې به د پېژندنې کارتونو لرونکي کسان هم ایستل کېږي.