د یورو2024 کال د فوټبال د سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې هالنډ ته 2 – 1 ماتې ورکړه او وتوانېده چې د اروپا د ملتونو د جام د سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړي.
دا لوبه تېره شپه (چهارشنبې، د چنګاښ۲۰مه) د2024 یورو سیالیو کوربه هېواد جرمني په دورتموند لوبغالي کې وشوه.
په دې لوبه کې هالنډ د لوبې په اوومه دقیقه کې د ژاوی سیمونز په ګول سره له انګلستان څخه مخکې شو. خو 11 دقیقې وروسته انګلینډ ته د خپل کپتان د فاول له امله پینالټي ورکړل شوه.
هیري کین د پینالټي له ځای څخه لوبه مساوي کړه.
په دویمه نیمه کې د ګول کولو فرصتونو رامنځته کولو سره سره، دواړه ټیمونه د 90 دقیقې تر پایه پورې یو بل ته د ګول په ورکولو کې پاتې راغلل، تر دې چې د لوبې په 91 مه دقیقه کې د کول پالمر په پاس اولي واټکینز انګلستان بریا ته ورساوه.
ټاکل شوې چې انګلستان د یورو 2024 پایلوبه کې د یکشنبې په شپه، د چنګاښ په 24، د برلین په المپیک لوبغالي کې له اسپانیا سره لوبه وکړي.
د ویلو ده چې انګلستان تر دې وړاندې ایټالیا ته ماتې ورکړې وه.