Home » افغانستان » د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کمېټې د دوحې غونډې ته د افغان مېرمنو پر نه بلل‌کېدو اندېښنه وښوده

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کمېټې د دوحې غونډې ته د افغان مېرمنو پر نه بلل‌کېدو اندېښنه وښوده

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي چې د دوحې له درېیمې غونډې څخه د افغان ښځو او نجونو د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دې کمېټې د دوحې په خبرو اترو کې د ښځو او نجونو د فعال او مستقیم ګډون غوښتنه کړې ده.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو د کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوحې په بحثونو کې د معنادار ګډون په توګه د ښځو، بشري حقونو د مدافعینو او د افغان مدني ټولنې نه ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لامل کېږي.

دې کمېټې همداراز ویلي چې د دوحې غونډې ته د افغان مېرمنو نه وربلل به د دې غونډې پر مثبتو پایلو اغېز وکړي.

د راپورونو له مخې، په دوحه کې د هېوادونو د استازو د درېیمې غونډې په اجنډا کې د ښځو د حقونو مسایل نشته او په دې غونډه کې مدني فعالانو او د ښځو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د دوحې د غونډې د ګډونوالو له نوملړ څخه د ښځو ایستلو پراخ غبرګونونه پارولي. د افغانستان یو شمېر ښځینه او د بشري حقونو فعالانو د دې غونډې د بایکاټ کولو کمپاین پیل کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...