رویټرز خبر ورکړی، چې مسکو او کییف د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب په ټوله کې ۱۸۰ بندیان تبادله کړي دي.
رویټرز د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۵مه) د روسیې د دفاع وزارت د څرګندونو په حواله لیکلي: “د خبرو اترو په پایله کې ۹۰ نیول شوي روسان چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو، د کییف تر ولکې لاندې سیمو څخه راستانه شوي. په بدل کې، د اوکراین د وسله والو ځواکونو 90 بندیان هم ورسپارل شوي دي.”
د دې راپور له مخې، خوشي شوي کسان د روغتیایي معایناتو لپاره مسکو ته لېږدول شوي او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خپل هېواد ته د ۹۰ بندیانو ستنېدل تایید کړي دي.
بلخوا د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې یې د خپلې بې طرفۍ په ساتلو سره د روسیې او اوکراین ترمنځ د نیول شویو کسانو د تبادلې لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړی او د دې منځګړیتوب د بریالیتوب لامل یې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې بللې دي.
روسي او اوکرایني چارواکو تر اوسه د دواړو هېوادونو د جنګي بنديانو کره شمېرې نه دي اعلان کړې، خو دغو دواړو هېوادونو په څه باندې دوه کلنه جګړه کې بار بار جنګي بندیان تبادله کړي دي.