د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د اسراییل او لبنان د حزب الله ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې لبنان باید بله غزه نه شي او پوځي حل لاره نه لري.
انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې چې سمدستي د تاوتریخوالي کمول اړین دي او د سیمې او نړۍ خلک دا وضعیت نشي زغملی.
د رویټرز د راپور له مخې، ګوتریش خبریالانو ته ویلي: “یو زړور ګام یا یوه غلطه محاسبه کولی شي د یو لوی ناورین لامل شي.”
هغه ټینګار کړی: “نړۍ باید په لوړ اواز او روښانه توګه ووایي چې سمدستي کمول یوازې ممکن نه دي، بلکې اړین دي، او هېڅ نظامي حلاره نشته.”
هغه دا هم ویلي چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي چې وضعیت ارام کړي او د دواړو خواوو د حسابي تېروتنې مخه ونیسي.
په وروستیو اونیو کې د اسراییلي پوځ او د لبنان د حزب الله ترمنځ سرحدي شخړې په چټکۍ سره زیاتې شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې پرون د حزب الله او اسرایيلي پوځونو ترمنځ ډزې تبادله شوې او اسرایيلو د حزب الله له خوا د توغنديو د توغولو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې څو مېشت ځايونه بمبارد کړي دي.