د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش راپور رد کړی او هغه یې د حقایقو خلاف بللی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه او ورسره اړوندې کړۍ تل هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت «ناامنه» او «بې ثباته» وښيي.
هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او د نشه یي توکو له منځه وړل او له انسان تښتونکو سره د مبارزې په څېر «ډېرې محدودې» پېښې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه سازمان د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې د امنیت اړوند ۲ زره ۵۰۵ پېښې ثبت کړې دي.
هغه زياته کړې چې دا پېښې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٥ سلنه زياتې شوې دي.
ښاغلي ګوتریش دا هم ویلي چې د نشه یي توکو اړوندې پېښې په تېر کال کې له ۲۱۲ څخه ۴۱۸ ته او وسله والې نښتې له ۷۵ څخه ۱۰۶ ته زیاتې شوې دي.