Home » سیمه او نړی » روسیې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان د ونډې پر ملاتړ ټینګار وکړ

روسیې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان د ونډې پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسیه او د شانګهای سازمان یو شمېر نور غړي د دغه سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان له ونډې ملاتړ کوي.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د شانګهاى سازمان د اکثرو غړو هېوادونو د دغه سازمان په فعاليتونو کې د افغانستان له ونډې سره سره، تاجکستان په دې برخه کې مخالفت کړى دى.

ضمیر کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې تاجکستان به ژر تر ژره په دې برخه کې پر خپل دریځ له سره کتنه وکړي.

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډه د روان کال د جولای په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه په قزاقستان کې جوړه شوه.

افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګېست میاشتې مخکې د شانګهای د همکارۍ سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هېواد په توګه ګډون کړی و.

خو په مسکو کې د افغانستان د سفارت مشر جمال ناصر غروال یوې روسي رسنۍ ته ویلي چې ا.ا د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دایمي غړیتوب په لټه کې دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان هڅه کوي په برکس او یوریشیا کې شامل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...