د ټولنې د پرمختګ موسسې (ACDO) د مرستې رسونې مسوولان وایي، دې ادارې د یونسیف په مرسته له ۱۵۴ سېلابځپلو کورنیو سره د غور د شهرک ولسوالۍ په کمنج، غوک، کُنده سوخته و دهن گرماب کلیو کې اړینې مرستې وېشلې دي.
د راپورونو له مخې، د مرستو په دې پړاو کې پر روغتیایي موادو سربېره هرې کورنۍ ته دوې دوې کمپلې او نور اړین توکي هم وېشل شوي دي.
له بلې خوا وروستي سېلابځپلي د مرستې رسونې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکي دي.
دا مرستې په داسې حال کې شوې چې وروستیو سېلابونو د غور اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او بېړنیو مرستو ته د دې ولایت د اوسېدونکو اړتیا زیاته شوې ده.