د کرکټ د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې جنوبي افریقا بنګله دېش ته ماتې ورکړه
او د اتو غوره لوبډلو مرحلې (سوپر۸) ته ووتل.
دا لوبه د دوشنبې په ورځ جون لسمه (غبرګولې۲۱مه) متحدو ایالتونو د نیویارک په ښار کې وشوه.
جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه، خو بنګله دېش یوازې ۱۰۹ منډې وکړې.
جنوبي افریقا په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبډله شوه چې د نړیوال جام د روانو سیالیو دویمې مرحلې ته وځي.
د لوبې غوره لوبغاړی هینریک کلاسن شو. نوموړي ۴۶ منډې وکړې او د جنوبي افریقا په بري کې یې مهم رول ولوبوه.
د جنوبي افریقا ۱۱۳ منډې همدارنګه د کرکټ شل اوریزو جامونو کې تر ټولو ټیټ هدف دی چې یوې لوبډلې وکولای شو ترې دفاع وکړي.
دې لوبډلې خپلې درې لوبې په پرلپسې توګه وګټلې او پخپل ګروپ کې لومړی مقام لري.
د جنوبي افریقا وروستۍ لوبه د جون په ۱۳ مه د نیپال سره ده.
نن سه شنبه د پاکستان او کاناډا ترمنځ لوبه ده. هند تېره ورځ پاکستان ته ماتې ورکړه.