Home » سیمه او نړی » امریکا: غزې ته د بشري مرستو بهیر بیا پیل شو

امریکا: غزې ته د بشري مرستو بهیر بیا پیل شو

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د غزې سواحلو ته د موقتي بندر له لارې د بشري مرستو رسول بیا پیل شوي دي.

په دې کې د غزې له خلکو سره هغه مرستې شاملې دي چې د څو هېوادونو او بشري سازمانونو له خوا تمویل شوې دي.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ ليکلي، چې د شنبې په ورځ، د غبرګولې په ۱۹مه، د غزې خلکو ته ۴۹۲ ټنه نورې بشري مرستې هم استول شوې او د دې مرستو ټولیز شمېر ۱۵۷۴ ټنو ته ورسېد.

سنتګام دا هم ویلي چې د غزې تړانګې ته هېڅ امریکایي پوځي پرسونل نه دی داخل شوی او دا په بشپړ ډول په بشردوستانه توګه ترسره شوې ده.

دا لنډمهاله شناور بندر د امریکا د ولسمشر، جو بایډن په امر د متحده ایالاتو اردو لخوا د غزې په سواحلو کې جوړ شوی دی.

د ویلو ده چې امریکا تېره میاشت غزې ته له دې سمندري لارې د مرستو رسول وروسته له هغې وځنډول چې د دې بندر یوه برخه د نړېدو له ګواښ سره مخ شوه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...