Home » سیمه او نړی » پوتین: پر لوېدیځ د برید په موخه مسکو هم کولای شي چې نورو هېوادونو ته سلاح ورکړي

پوتین: پر لوېدیځ د برید په موخه مسکو هم کولای شي چې نورو هېوادونو ته سلاح ورکړي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین امریکا او لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې مسکو هم کولای شي د خپلو موخو د پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته سلاح ورکړي.

هغه دا وینا د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړې چې اوکراین ته یې اجازه ورکړه چې د دوی له جوړوشویو سلاوو څخه د روسیې پر وړاندې ګټه واخلي.

پوتین خبرداری ورکړی چې د امریکا او المان وروستۍ پرېکړه به «سختې ستونزې» وزېږوي، دا چې د خپلې جوړې شوې سلاوې یې اوکراین ته ورکړې چې د روسیې پر وړاندې یې وکاروي.

د روسیې ولسمشر دا پرېکړه د روسیې پر وړاندې په جګړه کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي: “موږ هم حق لرو چې ورته اقدام وکړو.”

ښاغلي پوتین د المان په اړه هم ټينګار کړی دی: “کله چې هغوی وایي چې ډېر راکټونه په لاره دي چې موخه یې روسیه ده دا په ښکاره د روسیې او المان د اړیکو له منځه وړل دي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې المان اوکراین ته ویلي وو چې دا هېواد خپلواک دی او د المان له جنګي وسایلو څخه د روسیې پر وړاندې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخیستلی شي.

په ورته وخت کې د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اوکراین ته اجازه ورکړه چې له امریکایي جنګي مهماتو د روسیې پر وړاندې ګټه واخلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...