د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږدرالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نه لري.
یاد بانک نن پنجشنبه، غبرګولي لسمه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هېوادوال دې یوازې له هغو صرافانو سره د پیسو اړوند معاملات وکړي چې له «افغانستان بانک» یې د فعالیت جواز اخیستی وي.
دغه بانک همداراز لیکلي، جوازلرونکي صرافان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي او په وینا یې، خلک دې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره «خپل مالي معاملات جوازلرونکو صرافانو سره ترسره کړي.