Home » افغانستان » په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جنایت «بربنډوونکی» په بند محکوم شو

په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جنایت «بربنډوونکی» په بند محکوم شو

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل، ډیویډ مک برایډ په افغانستان کې د دغه هېواد د «جنګي جرمونو» په اړه د معلوماتو د افشا کولو له امله په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی.

د استرالیا د ABC شبکې نن (سه شنبه د غویي ۲۵مه) خبر ورکړی چې مک برایډ د «نظامي معلوماتو د غلا او بربنډولو» تور منلی دی.

ښاغلي مک برایډ ویلي چې د اخلاقو او وجدان پر اساس یې ABC استرالیا ته د نظامي اسنادو یوه ټولګه چمتو کړې ده.

د دغو اسنادو له خپرېدو وروسته د استرالیا د دفاع وزارت څلور کلنې څېړنې د هغو شواهدو د موندلو لامل شوې، چې ښيي د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ افغانان په «غیر قانوني» توګه وژلي دي.

څارنوالانو ښاغلی مک برایډ په دې تورن کړی چې د دا ډول اسنادو راټولول، ذخیره او بیا خپرول د استرالیا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسي له خطر سره مخ کوي.

ښاغلی مک برایډ لومړنی کس دی چې د افشاګرایي یا بربنډتیا په تور په استرالیا کې زنداني کېږي.

بلخوا د دغه وکیل پر بند محکومېدو د استرالیا په رسنیو او ټولنیزو پاڼو پراخ غبرګونونه پارولي او د بشري حقونو ګڼو ډلو دغه ورځ په استرالیا کې د بشري حقونو تر ټولو توره ورځ بللې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...