د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس ویسټ وايي، امریکا او شریکان یې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کوي.
نوموړي نن سهار (دوشنبه د غویي۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې متحده ایالات په بغلان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د سیلابونو له امله د ځپلشویو پر وضعیت خپه دي.
هغه لیکلي: “زموږ عملکوونکي شریکان د اړمنو او ځپلشویو لپاره د اوبو، خوراکي او نورو اړینو توکو په ګډون د بېړنیو مرستو د چمتو کولو په حال کې دي.”
څو ورځې وړاندې د افغانستان شمالي او لويديځ ولايتونه د ويجاړو او مرګونو سيلابونو شاهدان وو.
د ویلو ده چې یوازې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.