امریکا له اسراییلو غوښتي چې پر رفح له برید کولو لاس واخلي، کنه اسراییلو ته به د وسلو د لېږدولو لړۍ ودروي.
د امریکا ولسمشر، جو بایډن له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي چې که اسراییل د رفح ښار ته دننه شي، امریکا به اسراییلو ته د وسلو لېږدول بند کړي.
امریکا په داسې حال کې پر رفح ښار د اسراییلو د برید د مخنیوي غوښتنه کړې چې تر دې مهاله پر رفح د اسراییلو بریدونه د امریکا په ملاتړ ترسره کېدل.
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انټونیو ګویترش هم پرون ویلي چې پر رفح برید به لوی انساني ناورین وزېږوي.
هغه له بانفوذه هېوادونو غوښتنه کړې چې پر رفح د اسراییلو له خوا د برید مخنیوی وکړي.
دمګړۍ رفح د یونیم میلیون هغه فلسطینیانو لپاره یوازینۍ نږدې پناه ځای دی چې د اسراییلو د برید په ترڅ کې له غزې بې ځایه شوې دي.