د داعش ډلې خراسان څانګې د بدخشان د مرکز فیض اباد چاودنې مسوولیت منلی دی.
دا چاودنه پرون له غرمې مخکې (چهارشنبه د غویی ۱۹مه) د فیضاباد ښار په «جوزون» سیمه کې د ا.ا پر ځواکونو وشوه.
داعش ډلې ویلي چې د یادې ډلې غړي په موتورسایکل کې بمونه ځای پرځای کړي وو او موخه یې د ا.ا ځواکونه و چې په پایله کې یې ۱۲ کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د دریو ځواکونو وژل او پينځوو پولیس زخمي کېدل منلي دي.
قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پولیسو هغه کاروان په نښه شوی چې د کوکنارو د کښت د اړولو په موخه روان وو.
په دې ورستیو اوونیو کې دا درېیمه چاودنه او مرګونی برید دی چې داعش ډله یې مسوولیت مني. په هرات او کابل کې په دوو نورو بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي وو.