له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو له پیل سره سم، د ا.ا د کډوالو چارو وزارت ویلي چې ۵۵۵ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته رالېږل شوي دي.
د ا.ا د کډوالو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې چې دا کډوال د وري په ۲۹مه د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د مسوولینو په حواله لیکلي چې د ۵۳ کورنیو ۲۸۶ کسان په جبري توګه له پاکستان څخه رالېږل شوي او د مرستې د ترلاسهکولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ته ور پېژندل شوي دي.
د دوی په وینا چې په دې کې له هرې کورنۍ سره د ا.ا له لوري لس لس زره نغدي مرسته شوې ده.
بلخوا د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت مسوولینو هم ویلي چې د ۵۲ کورنیو ۲۶۹ کسان په جبري توګه له پاکستان څخه رالېږل شوي او د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې دا مهال په پاکستان کې درې نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
د ویلو ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې له یاد هېواد څخه څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال راایستل شوي دي.