Home » سیمه او نړی » پاکستان د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په لېست کې وشمېرل شو

پاکستان د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په لېست کې وشمېرل شو

په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو له امله د بريټانیا حکومت دا هېواد د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی او له خپلو خلکو یې غوښتي چې دې هېواد ته له تللو ډډه وکړي.

 د راپورونو له مخې، د بریټانیا حکومت پاکستان د هغو ۲۴ هېوادونو په لېسټ کې شمېرلی چې اوسېدونکې یې له خطر سره مخ دي.

ترهګریز بریدونه، طبیعي پېښې او اقلیمي بدلونونه هغه لاملونه دي چې د بريټانیا حکومت دا هېواد د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې حساب کړی او خپلو خلکو ته یې ویلي چې یاد هېواد ته سفر یې ژوند له خطر سره مخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د ناپېژانده وسلوالو په برید کې ۱۱کسان ووژل او ۵ نور ټپیان شول.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...