Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: غزه کې قحطي د شرم وړ او د انسان په لاس رامنځته شوې

ملګري ملتونه: غزه کې قحطي د شرم وړ او د انسان په لاس رامنځته شوې

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې جګړه نه یوازې د زرګونو فلسطینیانو د وژلو او بې ځایه کېدو لامل شوې، بلکې پر هغوی یې سخته قحطي هم راوستې ده.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګریفیتس د غزې د جګړې په اړه په یوه مرکه کې ویلي، چې نړۍ یو وحشتناک پړاو ته رسېدلې او په غزه کې شرمناکه قحطي د انسانانو له خوا رامنځته شوې ده.

هغه ویلي: “په داسې حال کې چې موږ د جګړې په دواړو غاړو کې بې تفاوتي او د انسان ژوند ته زیاته بې احترامي وينو، خو د بشريت پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې مو کوم بدلون نه دى ليدلى.”

د ملګرو ملتونو دې چارواکي یوازې د فلسطین له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د دې انساني غمیزې په مخنیوي یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرایيلي ځواکونه تل غزې ته د بشري خوراکي مرستو د لېږد مخه نيسي.

د اکټوبر له اوومې نېټې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړه له پیله په غزه کې د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله تر ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...