امریکا پرون سه شنبه د کب لومړۍ نېټه په غزې کې د سملاسي اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی.
د راپورونو له مخې، حماس د امریکا دا پرېکړه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا ویټو د اسرائيل د اشغال د اجنډا په ګټه وه او دا کار به د شخړې د بندېدو په اړه د نړیوالو د هڅو د مخنیوي او زموږ د خلکو د رنځ د زیاتېدو لامل شي.
خو له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند ملاتړ نه کوي.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند، جنرال پاټ رایډر په یوه خبري کنفرانس کې د غزې د تړانګ په اړه ویلي: “موږ د داسې اوربند ملاتړ نه کوو چې حماس ته د دې قوت ورکړي چې د اسراییلو او نورو هېوادونو په اتباعو بریدونه وکړي.”
د ویلو ده چې دا درېیم ځل دی چې امریکا په غزه کې د اوربند سره مخالفت کوې.