Home » سیمه او نړی » ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی

ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی

ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو.

دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي.

خو کرېملېن ویلي ترکيې او اوکرایین په دغه کار سره د بندیانو د تبادلې د تړون شرایط تر پښو لاندې کړي دي.

د کرېملېن ویاند دیمتري پسکوف وايي ترکيې مسکو ته د بندیانو د تبادلې خبر نه دی ورکړی.

ټاکلې وه ترکيې دغه پوځیان د اوکرایین د جګړې تر پایه ساتلي وی.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي له دغو پوځیانو سره اوکرایین ته د دوی به لېږدونکې الوتکه کې ګډ تصویر اخیستی دی.‌

هغه دغه پوځیان اتلان بللي او ویلي يې دي چې اوس د دې وخت و چې دوی بېرته ورستانه شوي وی.

بلخوا د آزوف پوځي کنډک دغو پوځیانو ويلي دوی به بېرته خپلو دندو ته وګرځي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...