Home » افغانستان » بادغیس کې نه منل شوی والي د کابل امنیه قومندان وټاکل شو
رویداد خبري آژانس

بادغیس کې نه منل شوی والي د کابل امنیه قومندان وټاکل شو

په بادغیس کې نه منل شوی والي په کابل کې د امنیه قومندان په توګه رسمآ معرفي شو

د کورنیو چارو وزارت وایي چې جمعه ګل همت نن د کورنیو چارو وزارت له لوري د کابل د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی او خپله دنده یې په رسمي توګه پيل کړې ده.

نوموړی څو ورځې وړاندې د بادغیس د والي په توګه وګومارل شو، خو په ولسي جرګه کې ددغه ولایت استازو د نوموړي له ګومارل کېدو سره مخالفت وکړ چې اوس تازه حکومت د کابل د امنیه قومندان په توګه ګومارلی دی.

جمعه ګل همت داسې مهال د کابل امنیه قومندان ټاکل کېږي چې په دې ښار کې نا امنۍ او جینایي پېښې اوج ته رسېدلې دي او جرمي کړۍ ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...