Home » سیمه او نړی » عمران خان: که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

عمران خان: که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.

نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، عمومي ټاکنې په جولای میاشت کې کېدای شي.

نوموړي چې د دوشنبې په شپه یې له یوه پاکستاني خصوصي تلویزیون سره خبرې کولې وویل چې د ده له ګوند ‘تحریک انصاف’ سره په دې هکله تر اوسه څه اړیکه نه ده نېول شوې.

هغه وویل شاه محمود قریشي ته یې له حکومت سره د خبرو کولو مسولیت ورسپارلی خو په وینا یې تر اوسه ورسره چا اړیکه نه ده نیولي.

هلته دا مهال په دوه ایالاتونو خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د ټاکنو نېټه اعلان شوې خو د اوسنیو واکمنانو لخوا ټینګار دا دی چې ټاکنې دې په ټول هېواد کې وشي.

دې وړاندیز ته په کتو عمران خان ویلي چې که له حکومت سره څه لار نه وي دی ورته دا وړاندیزوي چې ” لومړی وزیر دې اسمبلۍ منحل کړي نو په جولای میاشت کې ټاکنې کېدای شي.”

ښاغلي خان همدا راز وویل “که اوسني واکمنان د راتلونکي می په میاشت کې خپل حکومت مات او پر ځای یې سرپرست حکومت اعلان شي بیا هم دی خبرو ته کیني.”

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت تر ټولو ستر اپوزیسیون لخوا د ټاکنو په ژر تر سره کېدو ټينګار کېږي خو واکمن ګوندونه یې نه مني.

عمران خان ویلي وېره لري چې حکومت به د خبرو او حل لار موندلو په پلمه هڅه وکړي چې د راتلونکي ‘مۍ ۱۴مې’ ټاکنې وځنډوي خو هغه وویل دی به د دې کار اجازه چاته ورنکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...