راپورونه وايي چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ او سیمې زیانمنې شوې دي.
دا نښته نړیوالې ټولنې ته د خطر یو بل زنګ بلل کېږي. عیني شاهدانو ویلي دي چې په مرکز خرطوم او د سودان په جنوب کې په ځینو لېرو پرتو سیمو کې ډزې او چاودنې شوې، ټانګونه په سړګونو او جیټ الوتکې په فضا کې ګرځي.
نښته د شنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري۲۶) د جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو ترمنځ، چې د چټک ملاتړ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر دی، له څو اوونیو ژوورو اختلافات ووروسته پیل شوه.
دواړه خواوې یو بل د جګړې په پيلولو تورنوي. د سودان په ملي تلویزون کې له کومې تبصرې او اعلامیې پرته وطني ترانې خپرېږي.
د داغلو د چټک ملاتړ ډله وايي چې د جمهوري ریاست ماڼۍ، د مرکز خرطوم هوايي ډګر او ځینې نورې سیمې یې نیولې دي، خو پوځ ټېنګار کوي چې دوی په واک کې دي او له خلکو یې غوښتي دي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي، ځکه چې الوتکې د مخالفې ډلې په مرکزونو بریدونه کوي.
فرانس پرس اژانس وايي ځینې ویدیوګانې ورته رسېدلي چېپه مرکز خرطوم کې له یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي، خو پوځ ویلي دي چې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.
په ورته حال کې د افریقا وچې یو شمېر رهبران او د نړۍ نورو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکیو د سم دستي اوربند او سولې غوښتنه کړې ده. افریقايي ولسمشرانو د دواړو لوریو ترمنځ منځګړیتوب ته ټټر وهلی دی.