Home » افغانستان » افغان حکومت: د پاکستان له خوا د طالبانو پرځینومشرانود محدودیتونو لګولو هرکلی کړی
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت: د پاکستان له خوا د طالبانو پرځینومشرانود محدودیتونو لګولو هرکلی کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د پاکستان له خوا د طالبانو پر ځینو مشرانو د محدودیتونو لګولو هرکلی کړی او هغه یې “مهم پرمختګ” بللی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیو پيغام کې ویلي چې افغان حکومت به د دې ګام د ارزولو په اړه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړې.

“دا یو مهم پرمهم پرمختګ دی د بهرنیو چارو وزارت دا یاداشت کړی مطالعه کوي یې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به پایلې له تاسې شریکې کړو”

د یادولو ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپره شوه ا وپه کې پر یو شمېر ډلو چې له وړاندې تر حکومتي بندیزونو لاندې دي د بندیزونو د لا سختولو خبر ورکړل شوی .

اعلامیه کې راغلي چې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.

“دا یو مهم پرمهم پرمختګ دی د بهرنیو چارو وزارت دا یاداشت کړی مطالعه کوي یې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به پایلې له تاسې شریکې کړو”

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له مخې دې بندیزونو کې د دې کسانو د شتمنیو کنګلول، د وسلې پر اخیستو او د مالي ادارو له لارې د پېسو پر لېږد بندیزونه شامل دي او په نوملړ کې د شاملو کسانو او ډلو شتمني او بانکي حسابونه به له مخکیني خبرداري پرته سملاسي کنګلېږي.

په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، هېڅوک له دې کسانو سره مستقیم یا غیر مستقیمه مالي مرسته نه شي کولای.

د بندیزونو په دې نوملړ کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ځینې وزيران، واليان، ۲۱ جهادي ډلې او د خير ښګېړې یو شمېر تنظيمونو نومونه هم شامل دي.

په دوو جلا اعلامیو کې د دغو بندیزونو لړ کې د یو شمېر طالب مشرانو تر څنګ د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد، د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر، د حقاني شبکي مشران جلال الدين حقاني، خليل احمد حقاني او سراج الدين حقاني نومونه شامل دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې د بدلون په صورت کې به پاکستان نوي لګول شوي بندیزونه هم پلي کړي.

پاکستان حکومت د “فایننشل اکشن ټاسک فورس ” يا ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره تر فشار لاندې دي.

په دا ورسيتو کې واکمن تحريک انصاف ګوند د اپوزېسیون ګوندونو په مرسته د ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره يو شمېر قوانین جوړ کړي او ښايي دا تازه ګام يې هم د دغې لړۍ یوه کړۍ وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...