امریکايي او نور لوېدیځ کارپوهان د هغو لسګونو پټو اسنادو د ډاګیزونې د سرچینې د موندلو هڅه کوي چې پر انټرنېټ خپاره کړل شوي دي. په دغو اسنادو کې د اوکرایین د هوايي دفاع د سیستمونو په اړه جزییات هم دي.
په دې اسنادو کې نخچې، تشریحي رسمونه او انځورونه هم دي.
پر دغو ځینو اسنادو د (ډېر محرم) نښه هم لګول شوې ده. په اسنادو کې د جګړې د دواړو غاړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات هم شته، همداشان د هرې جنګېدونکې غاړې د کمزورۍ ټکي او تر ټولو مهمه دا چې د دواړو خواوو د قوت راز به څه کې دی چې دا جګړه دومره وغځېده.
دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل ۱۴ میاشتې تېرېدو سره په اوکرایین کې د جګړې په اړه د امریکا تر ټولو لوی ډاګیز شوي اسناد ګڼل شوي. د ځینو اسنادو عمر یوازې شپږو اونیو ته رسېږي، خو احتمالي پایلې یې لویې اټکل شوې دي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) کې د چارواکو له خولې ویل شوي، چې دا ډاګیز شوي اسناد حقیقت لري.
ویل شوي چې د افشا شویو اسنادو شمېر ۱۰۰ ته رسېږي.