Home » سیمه او نړی » د پاکستان پوځ په سویلي وزيرستان کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ په سویلي وزيرستان کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ په سویلي وزیرستان کې د سخت‌دریځو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو په نتیجه کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د اسوشټید پرېس اژانس د راپور له مخې پوځ ویلي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات تېره شپه د سویلي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې ترسره شول چې یو سرتېری په‌کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ نه‌دي ویلي چې، دغه عملیات یې پر کومې وسله‌والې ډلې کړي، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډله فعاله ده.

پوځ ویلي، وژل شویو سخت‌دریځو وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو په حملو او د بې‌ګناه وګړو په وژلو کې فعال لاس درلود.

ټي‌ټي‌پي یا کومې بلې وسله‌والې ډلې تر اوسه د پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...